ایکنا د فلسطین الیوم له قوله راپور راکړ، په هغو لویو مصیبتونو او بمباریو کې چې نن سبا د فلسطین په تیره بیا د غزې اوسیدونکي د وحشي صهیونیسټي رژیم د بې آمانه بمبماریو په وړاندې مقاومت کوي ،د ښځې ماشومانو ،سړیو او ځوانانو اوبوډاګانو پشمول درست خلک په الهي تقدیر اعتقاد او په مقاومت باندې په یقین سره په حیرانونکی انداز سره کلک دریدلي او عقیدې ئې نوره هم مضبوطې شوي دي.
پرون شپه په هغو شیبو کې چې د وحشي صهیونیسټي رژیم جنګی الوتکو دغزې تړانګې په جنوب کې د خان یونس ښار کورونو باندې توغندوي حمله وکړه،نو له حملې وروسته یوه زخمی میرمنه هماغه راز پخپل کنډواله شوي کور کې په آرامښت سره دقرآن کریم په تلاؤت بوخته وه چې نور کور ئې په کنډوالې بدل شوی ؤ.
هغه مهال چې مرستندویو د احتمالی ژوندي کسانو دنجات یا د شهیدانو د جنازو له کنډوالو د ویستلو په حال کې وو، په حیرانتیا سره ئې ولیدل چې دغه فلسطینۍ میرمن ترکنډوالو لاندې قرآن کریم ټينګ پخپلو منګولو کې نیولی دی.
دغه زخمی فلسطینۍ میرمن دخان یونس ښار ناصر روغتون ته په منتقلولو سره ډاکټرانو اونرسانو ته اجازت ورنه کړ چې قرآن کریم ورڅخه واخلی، هغه وائي چې هغه درست کړاؤنه او مصیبتونه چې دښمن د دوي په سر راوړي دي ، دالهی آیتونو په لوستلو او لیدو سره ختمیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4176513